د بلخ ولايت د نهر شاهي ولسوالۍ اړوند نو آباد سېمه کې د يو روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې
په همدې موخه جوړوشویو مراسمو کې د بلخ ولايت د عامې روغتيا مرستيال مولوي شيخ میر صدام وویل: دغه روغتیايي مرکز د میوند خیریه موسسې په مالي همکارۍ زر متر مربع ځمکه کې د څه کم اووه میلیونه افغانيو په لګښت جوړېږي چې ورسره به د ځايي اوسيدونکو روغتیايي ستونزې تر ډيره حل شي.
