د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز کې د خوراکي توکو پلورنځيو او روغتيايي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو
د دې نظارت په ترڅ کې د خوراکي توکو له ۳ پلورنځيو، ۵ لابراتوارونو، ۵ کتنځايونو، ۱۳ قصابیو، ۹ نانوايانو او ۴ سلمانيو څخه هر اړخیز نظارت تر سره شو، چې پايله کې روغتيايي او تخنيکي ستونزې په نښه او د اصلاح لپاره اړوند مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې.
همدارنګه، (۲۵۰) کیلوګرامه له نېټې تېر خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه اړوند ګدام ته ولېږدول شول.
