د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټڼې آمریت د روان کال عقرب میاشت کې لاندې فعالیتونه تر سره کړي دي
د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست د تولیدي او توریدي تاسیساتو څخه د څارنې او پلټنې ټیمونو له لوري په تېره یوه میاشت کې د مزارشریف ښار په بېلا بېلو ناحیو کې نظارت تر سره شوی دی.
په دغه نظارت کې له ۴۲ بابه رسټورانټونو او برګر پلورنځيو، ۱۵ بابه سوپر مارکیټونو، ۵۰ بابه د خوراکي توکو پلورنځيو، ۶ حمامونو، ۲۹ بابه سلمانیو، د خوراکي توکو د تولید ۹ فابریکو، ۵ بابه نانوایانو، ۱ باب د اوبو حوض، د خوراکي موادو ۱۶ بابه ګدامونو او د خوراکي توکو ۱۵ عمده پلورنځيو څخه نظارت تر سره شو، چې پایله کې ۵۶ قلمه لا نېټې تېر خوراکي توکي او ۵۲ عدده هغه جان پاکونه چې په ګډه به ترې استفاده کېده راټول او د بېلا بېلو اصنافو مسؤلینو ته ۱۸۰ روغتیايي کارتونه وویشل شول.
سربېره پر دې، ۱۷۸۰ کارتنه مشروبات او ۱۴۴ کارتنه له نېټې تېر چاکلېټ راټول او د له منځه وړلو په موخه د عامې روغتیا ریاست مرکزي ګودام ته ولېږدول شول.
همدارنګه، د یادو تأسیساتو مسؤلینو ته په غوره توګه د خامو موادو ساتلو، خوراکي محصولاتو، د حفظ الصحې اصولو د مراعت، د ماسک، دستکشو، خولۍ، مجهز یونیفورم کارولو او د روغتیايي کارتونو اخیستلو اړوند لازمې سپارښتنې تر سره شوې.
د یادونې وړ ده، چې یو شمېر تاسیسات له قوانینو څخه د سرغړونې او د روغتیايي کارتونو نه شتون له امله وتړل شول.
