د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی ریاست کې د معلولینو د فزیکي بیارغونې (احیای مجدد) روغتون د شته ستونزو حل او خدماتو پراختیا په موخه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۵:۱
MOPH

په دې ناسته کې چې د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس ډاکټر امین الله مومند، د شیخ زاید نیور ساینس ملي او تخصصي روغتون رئیس ډاکټر اسدالله عصمت او د معلولینو د فزیکي بیارغونې روغتون مسؤلینو شتون درلود، د یاد روغتون د شته ستونزو حل او د تشکیل بیا کتنې او ارزونې او روغتیایي کارکوونکو ته یې د روزنیزو ټریننګونو جوړېدو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې او هم د دې روغتون لپاره د اړتیا وړ تجهیزاتو برابرولو په موخه یوه ځانګړې کمېټه وټاکل شوه؛ تر څو د اړینو تجهیزاتو د برابرولو چارې پر وخت او سمه توګه ترسره شي.

د معالجوي طب لوی رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي د معلولینو د فزیکي بیا رغونې روغتون د ستونزو په اساسي ارزونه او حل ټینګار وکړ او په دې اړه یې د لازمو اقدامات سپارښتنه وکړه، څو د دغه روغتون خدمات اغېزمن، معیاري او د خلکو له اړتیاوو سره سم ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS