د بهرنیو او داخلي ډاکترانو د فعالیت د تنظیم په موخه د هېواد له خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه د نظارت لړۍ پیل شوې ده

دغه نظارت د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس، ډاکټر فقیر محمد زیار په مشرۍ د یوې باصلاحیته کمېټې له لوري ترسره کېږي؛ ترڅو د هېواد په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د بهرنیو او داخلي ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیایي کارکوونکو شتون، فعالیت، تحصیلي اسناد، جوازونه او د اقامت سندونه وڅېړي، چې د سرغړونو په صورت کې به قانوني اقدامات تر سره کړي.
د نظارتونو یاده لړۍ چې څه موده وړاندې پیل شوې ده، په ترڅ کې یې له بلاسم، البدر، تره خېل او اخلاص روغتونونو څخه نظارت ترسره شو او اړوندو مسؤلینو ته د باکیفیته تخصصي او معیاري خدماتو وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې
دغه نظارتي بهیر به له کابل وروسته نورو ولایتونو کې هم د روغتیایي قوانیو د تطبیق په موخه عملي شي او د مسؤلینو له لوري به له سرغړونکو سره قانوني چلند ترسره کېږي.