په جوزجان او خوست ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو، روغتیایي کتنځایونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو
دغه نظارت چې د یادو ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو له لوري ترسره شو، پایله کې یې په جوزجان ولایت کې ۴۷ قلمه بې کیفیته او له نېټې تېر درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي زیرمتون ته ولېږدول شول.
همدارنګه، خوست ولایت کې هم ۲۲ قلمه خوراکي توکي او ۹ قلمه بې کیفیته او له نېټې درمل راټول شول او څلور درملتونونه د مسلکي کسانو د نه شتون له امله وتړل شول.
