د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ اړوند، په هزار سموچ کلي کې د یوې روغتیايي ځالې (FHH) د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د تخار ولایت عامې روغتیا رئیس، ډاکټر محمد آصف محمدي، د کنسرن مؤسسې استازو، د رستاق ولسوال او د یادې ولسوالۍ یو شمېر نورو لوړو پوړو مسؤلینو شتون درلود.
د دې روغتیايي ځالې د تعمیر جوړولو چارې عملاً پیل شوي، چې په جوړېدو سره به د هزار سموچ او نېږدې سیمو سلګونه کورنۍ له روغتیايي خدمتونو برخمنې شي.