د ترکیې د علم او فکر څېړنې مرکز له لوري د کونړ زلزله ځپلو سره د ۱۰۰ زره ډالرو مرسته

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۴۴
moph

په ترکیې هېواد کې د ا.ا.ا روغتیايي اتشي دوکتور فضل الله سیرت سره د ترکیې د علم او فکر څېړنې مرکز (İFAM) رئیس د افغانستان د کونړ له زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستې او لاسنیوي په موخه د ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو مرسته وکړه

یاده مرسته په ترکیه کې د ا.ا.ا روغتیایي اتشې، دوکتور فضل‌ الله سیرت ته وسپارل شوه، چې موخه یې د وروستۍ زلزلې له امله اغېزمنو شویو کورنیو سره مرسته او په دې سختو حالاتو کې د هغوی لاسنیوی دی، چې د اړوندو مسؤلو ارګانونو په همکارۍ به په شفاف ډول زلزله ځپلو هېوادوالو ته ورسول شي.

په ترکیه کې د ا.ا.ا روغتیایي اتشې د ترکیې د علم او فکر څېړنې مرکز له دې بشردوستانه اقدام څخه مننه وکړه او دا ډول مرستې یې د زیانمنو خلکو د ژوند ژغورنې او روغتیا خوندیتوب لپاره اغېزمنې وبللې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۴:۱۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د پولیو (ګوزڼ) پروګرام د ملاتړ او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا په موخه بین‌الوزارتي غونډه تر سره شوه

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس الحاج ډاکټر عبدالقدوس بریالي، د پوهنې وزارت، لوړو زده کړو وزارت، د ارشاد،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۴:۰
Background image

په یو کال کې له ۷۲۸ روغتیايي مرکزونو نظارت ترسره شوی

ېر یو کال کې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د ګډ نظارت پایله کې ۷۲۸ روغتیايي مرکزونو څخه نظارت تر سره شوی دی، چې له دې ډلې ۱۴۶ طبي لابراتوارونه، ۲۶ د ډاکټرانو ټولنې او فیزیوتراپي. . .

BACK TO NEWS