د تړون د ورکړې پریکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د استقلال روغتون ریاست په پام کې لري، چې د 1405 مالي کال لپاره د دې روغتون د اړتیا وړ د 19000 طبي اکسیجن بالونونو د تدارک او چمتو کولو تړون چې ريفرينس شمېره یې MOPH/EH/1405/NCB/G01 ده، افغان اکسیجن شرکت ته، چې د کابل ولایت، کابل جلال آباد سړک، پکتیا کوټ سیمه کې موقعیت لري او D-29072 ګڼې جواز لرونکی دی، د (4650000) څلور میلیونه شپږ سوه پنځوس زره افغانیو مجموعي قیمت سره ورکړي.

يادونه: حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې (اعتراضونه) لري، کولای شي خپله نیوکه د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر درې کاري ورځو پورې په لیکلې بڼه د دلایلو په ذکر کولو او د عقودو قانون سره سمه د استقلال روغتون ریاست ته، چې د کابل ولایت شپږمې ناحیې اړوند د علاوالدین درې لارې کې موقعیت لري، وړاندې کړي.

نوټ: دا خبرتیا د تړون عقد په مانا نه ده او د پورته یاد شوې مودې او ورپسې قانوني پړاونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۱۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د 1405 د مالي کال لپاره د یو قلم ډیزل تیلو تهیه او تدارک کول

شماره- MOPH/NCB/IGICH/1405/G5

{د اندراګاندي د ماشومانو درملنې انسټیټیوټ د تدارکاتو لوی مدیریت} له لوري ټولو په شرایطو . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د خیرخانې د 102 بستریز روغتون ریاست یو کلن اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې یاد ریاست په پام کې لري لاندې تړون ګټونکي داوطلب ته . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۴۰
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د خیرخانې د 102 بستریز روغتون ریاست اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې یاد ریاست په پام کې لري لاندې تړون ګټونکي داوطلب ته ورکړي:

. . .

Back to tenders