د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د مرکزي ریاستونو او دوهمي واحدونو د اړتیا وړ 42 قلمه قرطاسیه بابو تدارک کولو) تړون چې د پېژندني شمېره یې (MOPH/1404/NCB/G-1794)ده. د (څار اجمیر د لوژستیکي خدماتو) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (81986) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (بگرامي، حسین خیل سرک نو آباد، ناحیه 22 مرکز کابل،) کې دی. چې د تړون بیه (5,367,350) پنځه میلیونه درې سوه اووه شپېته زره درې سوه پنځوس افغانۍ ده.
د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې خپلې نیوکې په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نیټې تر دریو تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند ودانیزو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.
