د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د دې وزارت اړوند د دوهمو واحدونو اړوند د 1404 هجري شمسي کال د اړتیا وړ د دوه ډوله تیلو ډیزل او پطرول د تدارک پروژه چې د تړون پېژندنې شمېره يې (MOPH/1404/NCB/G-1228)ده. د ( افغانستان نفت او گازو دولتي ) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت د (154818) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (د خیرخانه کوتل سر، 17 مه ناحیه ، مرکز کابل) کې دی. چې د تړون بیه یې (34,930,000) څلور دېرش میلیونه نهه سوه دېرش زره افغانۍ ده .
د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې خپلې نیوکې په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر دریو تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند ودانیزو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.
