د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
ریفرینس شمېره (MOPH/NH/NCB/1405/G02)
موضوع: د نور تخصصي روغتون د ۴۸ قلمه قرطاسیې د تړون ورکړې خبرتیا!
د عقودو قانون سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د نور ملي او تخصصي روغتون ریاست په پام کې لري چې د ۴۸قلمه قرطاسیې تړون د (حفیظ الله منصوري لوژستیکي خدماتو شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت (42742) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې ( قلعه موسی مرکزکابل) کې دی. د تړون مجموعی بیه ( (799000افغانۍ ده.
د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې د عقودو قانون سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر دوو کاري ورځو د نور ملي او تخصصي روغتون ریاست ته وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.
