د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د دې وزارت اړوند ( د کندز حوزوي روغتون د ارتقا او د خدمتونو د ښه والي په موخه د ۴۸ قلمه طبي تجهیزاتو  د چمتو کولو او برابرولو پروژه  د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره ) چې د پېژندنې شمېره یې  (MOPH/1405/NCB/G-2908) ده. د ( معصوم مشعل ) شرکت ته تړون ورکړي، یاد شرکت (۷۹۳۶۱) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (د عدالت تجارتي او رهايشي مارکيټ  ۱۱ مه ناحيه، مرکز کابل ) کې دی. چې د تړون بیه یې (۱۳،۰۱۰،۲۱۴) دیارلس میلیونه لس زره دوه سوه او څوارلس  افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې خپلې نیوکې په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر پنځو کاري ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند  د اجناسو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۲:۱۴
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ابن سینا 1000 بستریز روغتون، جنگلک 450 بستریز روغتون، کوهدامن 20 بستریز روغتون او د آغوش ۱۰۰ بستریز . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۲:۱۱
Background image

د بیاځلې داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ عمومي روغتون (New CHC) GH د رغولو پروژې، چې ريفرينس شمېره يې . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۲:۸
Background image

د بیا ځلې داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ د عمومي روغتون (New CHC) GH رغولو پروژې، چې ريفرينس شمېره يې . . .

Back to tenders