د تړون ورکړې خبرتیا!

Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د میکانیزم تقویتي پروژې د اړتیا وړ(۷۴) قلمه لابراتواري موادو چمتوکول او تدارک چې د ریفرینس شمېره یې (MOPH/sehatmandi/SM/1403/NCB/G02) ده تړون د(ظاهر نور فارما لمیتد)شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (۴۴۱۷۹) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (کارته چهار، دریمه ناحیه،کابل مرکزكابل) کې دی.
د تړون لومړنۍ بیه ۲،۶۳۲،۲۵۲)دوه میلیونه شپږ سوه دوه دیرش زره دوه سوه دوه پنځوس افغانۍ ده.
د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د دلایلو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کیږي.