د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ ترڅو د کوچیانو د جنوب زون اړوند د 11 قلمه فرنیچربابو تړون چې د پیژندني شمېره یې (MOPH/SZ.N.P /NCB/1403/G02) ده. د (مسعود عصمت حامد لیمتد) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت چې د (9630) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (پل خشتي مسجد ته مخامخ، مرکز کابل، کابل) کې دی. چې د تړون بیه (1,951,260) یوملیون نهه سوه یو پنځوس زره دوه سوه شپېته افغانۍ ده.
د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوۍ کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې سره سم تر ۷ تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست، ادارې ریاست تعمیر، لومړي منزل د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي