د تړون ورکړې خبرتیا !

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د ۴۳مې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د ملی نیرو ساینس شیخ زاید روغتون د اړتیا وړ ۲ قلمه سی تی اسکن او اکسری فلمونو چمتو کول او تدارک چی د ریفرینس شمیره MOPH/NCB/1403/G20 ده تړون د (احساس هسپیتل سپلای لمیتد) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت چې (۲۰۶۰۶--۰۱۰۱) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (شفا مارکیت خیرخانه هوتل پروان,کابل) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه ۲میلیونه ۹۴۳زره او ۸۶۴ افغانی دی.

د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د دلایلو په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نیټې تر اوو کاري ورځو د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.

                                                                                

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۳۹
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې دوهمې فقرې سره سم له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند  بیروني . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۱۶
Background image

د داوطلبي خبرتیا!

ریفرینس نمبر: MOPH/NH/NCB/1404/G06

نور د سترګو ملي او تخصصي روغتون ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د یو قلم تېلو (ډیزل) د تهیه او تدارکاتو پروسه کې د ازادې داوطلبی . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۱:۲۴
Background image

د ( 21.430) کیلو گرام رسوبي نقرې د لیلام په اړه :

د راډیولوژي ملي انسټېټیوټ امریت (21.430) کیلو گرام رسوبي نقره د قانوني مراحلو د سرته  رسولو څخه وورسته د لیلام له لارې خرڅولو ته وړاندې کېږي، هغه کسان ، مؤسسې او شرکتونه چې د ذکر شوې . . .

Back to tenders