د تړون ورکړې خبرتیا !

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دويمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د څارنې ریاست ودانۍ بیارغونې پروژه چی د تړون شمیره یی(MOPH/NCB/1403/W-06) ده. د (د ځلاند ابراهیمی ودانیز او سرک جوړونې شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت د (66206) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (شهرنو، مرکز میدان شهر،میدان وردگ) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه (860,100) اته سوه شپیته زره او  سل افغانی ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند ودانیزو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۲:۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د (د کنترول سرطان   اٰروند د  ریجینت او مصرفی موادو  تدارک پرژه) چې د (MOPH/1404/NCB/G-1276) ګڼې درلودونکې ده، د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۲:۱
Background image

د داوطلبي د بیا ځلې خبرتیا !

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د (د پکتیا ولایت حوزوی روغتون لپاره د CT-SCAN ماشین د برابرولو تدارک پروژه) چې د (MOPH/1404/NCB/G-1242) ګڼې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۰:۳۳
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو داوطلبانو ته ورکړي: . . .

Back to tenders