د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د ملالۍ روغتون ریاست په پام کې لري چې د دې روغتون اړوند 1403 مالي کال لپاره د 66 قلمه طبي ملزمې او درملو د تدارک او چمتو کولو تړون چې شمېره MOPH/MMH/NCB/1403/G11 ده د (دانیال تیک لمېټید لوژستیکي) شرکت ته چې د 19165جواز شمېرې لرونکی دی د { 14000000} څوار لس میلیونه افغانۍ مجموعي قیمت سره ورکړي.
حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې (اعتراضونه) ولري، کولای شي خپله نیوکه د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۷ تقویمي ورځو پورې په لیکلي بڼه د لاملونو سره یو ځای د ملالۍ روغتون ریاست ته چې قوای مرکز څلورمې ناحیې کابل افغانستان کې موقعیت لري د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې د حکمونو سره سم وړاندې کړي.
دا خبرتیا د تړون ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او ورپسې قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.