د تړون ورکړې خبرتیا!

Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ ترڅو د محمد علي جناح روغتون د اړتیا وړ د امنیتي کمرو تړون چی د پېژندنې شمېره یې (MOPH/GDCM/SSHC/NCB/1403/G11) ده. د ( کوبل لوژستیکي خدماتو ) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت چې د (D-46510) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (4 سرک 16 محل نو آباد قلعه زمان خان، مرکز کابل) کې دی.
د تړون بیه یې (8,699,950) اته میلیونه شپږ سوه نهه نوي زره نهه سوه پنځوس افغانۍ ده.
د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي، چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې سره سم تر ۷ تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه دی او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.