د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري؛ ترڅو د هیموډیالیز پروژې آمریت لپاره د 20 پایې هیموډیالیز ماشینونو او 5 پایې د اوبو د تقطیر ماشینونو  تړون چې د پېژندنې شمېره یې MOPH/HNDP/NCB/1403/G02)) ده. د (آریا نور الشفاء میډیکل Care لمیټیډ) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت چې د  (10685-0101) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (ګل سرخ څلور لارې د فیصل روغتون ترڅنګ لومړی کوڅه لومړی اپارتمان، مرکز کابل، افغانستان) کې دی. چې د تړون بیه یې (21,500,000) یوویشت میلیونه پنځه سوه زره افغانۍ ده.

د ټولو حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې سره سم تر ۷ تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست، ادارې تعمیر، لومړي منزل د درملو عمومي مدیریت ته، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۴:۴۷
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د لاندې ذکر شویو پروژو:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي  او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۱:۴۷
Background image

داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د ICU  پروژې اٰړوند د کوچني طبي تجهیزاتو  تدارک) چې د (MOPH/1404/NCB/G-2626) ګڼې درلودونکې ده، د داوطلبۍ پروسه کې . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۱:۳۳
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د دې وزارت اړوند د خووړو او . . .

Back to tenders