د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

موضوع: د ننګرهار ولایت اړوند عدلي طب په ودانۍ کې د معیاري سړې خونې جوړولو پروژه:

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دويمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ ترڅو د ننګرهار ولایت اړوند عدلي طب په ودانۍ کې د معیاري سړې خونې جوړولو پروژه چې د تړون شمېره یې(GOV/MOPH/SFMP/NCB/1403/CON02) ده. د (د میر اغا حسین خیل ودانیز شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت د (44212) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (سلطان غازی بابا ښارګوټی، د لغمان ښار لومړۍ ناحیه) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه یې (1,386,200.00) یو میلیون درې سوه شپږ اتیا زره دوه سوه افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر ۷ تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند ودانیزو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۲۸
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ تر څو (د غزني  ولایت . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۱:۴۹
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

موضوع: د نور ملي او تخصصی روغتون د یو قلم مایع گاز د تړون ورکړې خبرتیا!

د تدارکاتو د عقودوقانون سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د نور ملي او تخصصی روغتون ریاست . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۱:۱۱
Background image

د دواطلبۍ خبرتیا!

د معلولینو د بیارغونې روغتون ریاست ټول په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، څو د (76- قلمه طبي جنسونو) پروژې داوطلبی پروسه کې، چې ریفرینس شمېره یې (MOPH/RDH/NCB/1405/G016) ده، ګډون . . .

Back to tenders