د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون د تطبیق بینالوزارتي کمېټې غونډه ترسره شوه
د افغانستان ا.ا د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون د تطبیق بین الوزارتي کمېټې غونډه ترسره شوه
دا غونډه چې د عامې روغتيا وزارت په تالار کې تر سره شوه، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي صدر اعظم، د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس ښاغلي شیخ محمد طاهر حلیم او د کورنیو چارو وزارت، ملي دفاع وزارت، استخباراتو، سترې محکمې، کابل ښاروالۍ او یو شمېر نورو ادارو عمومي رئیسانو او استازو په کې ګډون کړی و.
د عامې روغتیا وزیر، په دې غونډه کې د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون تطبیق په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي، د بېکیفیته درملو او خوراکي توکو د مخنیوي په برخه کې یو اغېزمن ګام او مهمه لاسته راوړنه وبلله.
همداراز، ښاغلي وزير د کمېټې له غړو وغوښتل چې د دغه قانون د اغېزمن تطبیق په برخه کې له عامې روغتیا وزارت سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
همدارنګه، د غونډې ګډونوالو په هېواد کې د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون د تطبیق په موخه ۱۱ موارد تائید کړل، څو اړوندې ادارې خپلې سپارل شوې دندې او مسؤلیتونه ترسره او په راتلونکې غونډه کې د یادو چارو د پرمختګ راپور دغې کمېټې ته وړاندې کړي.
