د داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د معلولینو بیا رغونې روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د24 قلمه طبي تجهیزاتو د داوطلبۍ په پروسه کې گډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د فلش له لارې د یادې ادارې د خدماتو له مدیریت څخه تر لاسه کړي او خپل وړاندیزونه ( آفرونه)په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل سره سم په سر تړلې بڼه د اعلان له خپرېدو سره هم مهاله د 26/10/1403 نېټې چهارشنبه ورځ د سهار تر 10:30 بجو پورې د معلولینو بیا رغونې روغتون د خدماتو مدیریت چې د کابل ولایت مرکزي پولي کلنیک لومړۍ ناحیه کې قرار لري، وسپاري.
ناوخته رارسېدلي او د انټرنټ له لارې راغلي آفرونه د منلو وړ نه دي
د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یوه اعتباري بانک څخه (99500) نهه نوي زره پنځه سوه افغانۍ دی او د آفر پرانیستې غونډه 26/10/1403 نېټه د چهارشنبه ورځ د سهار په 10:30 بجو د معلولینو بیا رغونې روغتون په کنفرانس خونې (اطاق) کې تر سره کېږي.