د داوطلبۍ خبرتیا!

Publish Date
Closing Date
د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د عامې روغتیا وزارت اړوند د پکتیا ولایت حوزوي روغتون د اړتیا وړ یو پایه CT-SCAN ماشین پېرلو او چمتو کولو چې د ( MOPH/1404 /NCB/G-1242) داوطلبۍ شمېرې لرونکې ده ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ د tenders.ageops.af سایټ له لارې څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرز العمل سره سم په سر تړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره سم د 30/01/1404 هـ ش نېټې،د شنبې ورځ سهار تر 10:00 بجو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستې خونې ته، چې د وزیر محمد اکبر خان مېنه کې د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه قرار لري، وسپاري.
ناوخته رارسېدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه(آفرونه) د منلو وړ نه دي. د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه 1,763,000)) یو میلیون اووه سوه درې شپېته زره افغانۍ دي او د آفر پرانیستلو غونډه د 30/01/1404 هـ ش نېــټه، شنبې ورځ سهار په 10:00 بجو د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې ترسره کېږي.