د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو  برابرو  داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د سرطان دکنټرول ملي پروگرام د تنظیفاتي موادو د داوطلبۍ پروسه کې چې ( MOPH/1404 /NCB/G -1272)  داوطلبۍ شمېرې لرونکې ده اشتراک وکړئ او د شرطپاڼې سافټ د https://tenders.ageops.af سایټ له لارې ترلاسه کړي او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرز العمل سره سم په سر تړلې بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره سم د ۳۱/۰۲/۱۴۰۴ هـ ش نېــټې، د چهار شنبې په ورځ سهار تر لسو بجو پورې د عامې روغتیا وزارت د  تدارکاتو ریاست د وړاندیز پرانیستلو خونې ته چې د وزیر محمد اکبر خان مېنه  د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه موقیعت وسپاري.

یادونه: ناوخته رارسیدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.

د وړاندیز تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه (111,000) یوسلو یوولس زره افغانۍ دي. د وړاندیز پرانیستلو غونډه د ۳۱/۰۲/۱۴۰۴ هـ ش نېــټه، ورځ چهار شنبه سهار لس بجې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست د وړاندیزونو پرانستلو خونه کې ترسره کېږي

په درنښت

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

 د مرکزي پولي کلینیک ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د ۳۲ قلمه درملو پروژې داوطلبۍ پروسه کې چی د (MOPH/CPC/NCB/1404/G003) ریفرینس شمېرې لرونکې ده، ګډون وکړي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۴:۴۶
Background image

موضوع: د (21.430) کیلو ګرامه رسوبي نقرې لیلام

د راډیولوژي ملي انسټیټیوټ امریت (21.430) کیلو ګرامه رسوبي نقره د قانوني مراحلو تر بشپړولو وروسته د لیلام له لارې پلورلو ته وړاندې کوي.

هغه اشخاص، مؤسسې او شرکتونه چې د یادې رسوبي نقرې . . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۵:۵۰
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د 1404 مالي کال لپاره د 21 قلمه البسې (لباس) تهيه او تدارک کول 

شماره- MOPH/NCB/IGICH/1404/G10

د اندراګاندي د ماشومانو درملنې روغتون د تدارکاتو لوی مدیریت لخوا ټولو په شرایطو برابرو . . .

Back to tenders