د داوطلبۍ خبرتیا!

Publish Date
Closing Date
د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ چې د عامې روغتیا وزارت اړوند (د هیموډیالیز پروژې لپاره سلوشن او سوډیم بای کاربونیټ پوډرنو برابرول او تدارک) په پروسه کې چې ((MOPH/1404/NCB/G-1516 داوطلبې شمېرې لرونکې ده ګډون وکړئ او د شرطپاڼې سافټ د tenders.ageops.af سایټ له لارې ترلاسه کړئ، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرز العمل سره سم په سر تړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره سم د 05/04/1404 هـ ش نېــټې، د پنج شنبې ورځ سهار تر 10:00 بجو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفرونو پرانیست خونې ته، چې د وزیر محمد اکبر خان مېنه د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه قرارلري وسپارئ.
یادونه: ناوخته رارسیدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه(آفرونه) د منلو وړ نه دي. د وړاندیز (آفر) تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه (850,000) اته سوه پنځوس زره افغانۍ دي او د آفر پرانیستلو غونډه د 05/04/1404 هـ ش نېــټه، د پنج شنبې په ورځ د سهار په 10:00 بجو د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست د آفرونو پرانست خونه کې ترسره کېږي.
په درنښت