د داوطلبۍ خبرتیا!

Publish Date
Closing Date
د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ چې د عامې روغتیا وزارت اړوند ( د سرطان د کنټرول ملي پروګرام لپاره د یو پایې CT-SCAN ماشین برابرول او تدارک ) پروسه کې چې ( MOPH/1404/NCB/G-1285) داوطلبۍ شمېرې لرونکې ده ګډون وکړئ او د شرطپاڼې سافټ د tenders.ageops.af سایټ له لارې ترلاسه کړئ، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرز العمل سره سم په سر تړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره سم د 02/04/1404 هـ ش نېــټې، د دو شنبې په ورځ سهار تر (10:00) بجو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفرونو پرانیست خونې ته، چې د وزیر محمد اکبر خان مېنه د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه موقیعیت لري وسپارئ.
یادونه: ناوخته رارسیدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه (آفرونه) د منلو وړ نه دي. د وړاندیز (آفر) تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه (2,158,000) دوه میلیونه یو سلو اته پنځوس زره افغانۍ دي او د وړاندیز (آفر) پرانیستلو غونډه د 02/04/1404 هـ ش نېــټه، د دو شنبې ورځ سهار 10:00 بجې د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست د وړاندیزونو (آفرونو) پرانست خونه کې ترسره کېږي.
په درنښت