د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د عاجل ابن سینا روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو (د میت خونې بیا جورولو لپاره د یوویشت قلمه توکو) پروژه، چې د (MOPH/IEH/NCB/1447/1404/G019) ریفرینس شمېرې لرونکې ده، د داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د اړوند شرطپاڼې سافټ په فلش ډیسک کې د ودانیزو تدارکاتو آمریت څخه لاس ته راوړي، د عقودو قانون، لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو او د شرطپاڼې شرایطو سره سم دې خپل آفرونه د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر پنجشنبې ورځې 27/06/1447 هـ ق چې د 27/09/1404 هـ ش نیټې سره سمون لري، ترتیب او په یاده نېټه د سهار په لس بجو د عاجل ابن سینا روغتون ریاست ته، چې د پل آرتل لومړی ناحیه کې موقعیت لري، وسپاري.

یادونه: ناوخته رسیدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي او د آفر پرانستې غونډه به په یاده نېټه د عاجل ابن سینا روغتون د کتابتون په 17 او یا 55 خونه کې ترسره کېږي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۵۰
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوې پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عدلي طب ریاست د مرکز او ولایاتو لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ او تصویر اخیستنې وسایلو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۳۹
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت لپاره د لایسنس سوفوس فایروال تهیه، تدارک . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د (هیموډیالیز پروژې اړوند د مرکز او ولایتونو ۲۵ پایې ماشینونو تدارک او چمتو کولو پروژه   ) چې د  (MOPH/1405/NCB/G . . .

Back to tenders