د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ورځپاڼو له لارې د وزارت مرکز د تدارکاتي اعلانونو د خپرولو پروژه
(The Project to publish procurement advertisements of the Ministry of Public Health through Newspapers)
چې د ریفرینس ګڼه یې [MOPH/NCB/1403/CS-02] ده، د ابراز علاقمندۍ په پروسه کې یې ګډون وکړي او د اړونده سند د غوښتنې ابراز علاقمندۍ (REOI) سافټ په فلش کې د مشورتي خدمتونو تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي، د تدارکاتو قانون او کړنلارې سره سم دې خپل ابراز علاقمندی (EOI) د شرطپاڼې د شرایطو اړوند د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۵/۰۶/۱۴۰۳هـ ش د پنجشنبه ورځ چې له ۰۲/۰۳/۱۴۴۶ه ق نېټې سره سمون لري ترتیب او په یاده نېټه د سهار په لسو بجو د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست اړوند مشورتي خدمتونو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې وزیر محمد اکبر خان کابل افغانستان کې شتون لري وسپاري.
ناوخته رسېدونکي او انټرنیټي ابراز علاقمندۍ د منلو وړ نه دي.