د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د هلمند ولایت بُست ۳۵۰ بستریز تخصصي روغتون رغولو پروژې چې د (MOPH/1404/NCB/W-3065) ګڼې ریفرینس لرونکې ده، د دوهم ځل داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders.ageops.af سایټ څخه لاس ته راوړي، د عقودو قانون، لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو او د شرطپاڼې شرایطو سره سم دې خپل آفرونه (وړاندېزونه)، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (چهار شنبې ورځ، 09/01/1448 هـ ق – 03/04/1405 هـ ش نېټې، د سهار 10:00 بجو) پورې چمتو او د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست اړوند آفر پرانستنې خونې ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې وزیر محمد اکبر خان کابل کې موقعیت لري، وسپاري.
ناوخته رسېدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر پرانستې غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې ترسره کېږي
