د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره د (۱۳۲) قلمه طبي ملزمې د تدارک کولوخبرتیا!
د تشخیصیه نمبر(MOPH/GDCM/HRP/KHH/NCB-1403/GO1)
د خیرخانې ۱۰۲ بستریز روغتون ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د ۱۴۰۳ مالي کال د(۱۳۲) قلمه طبي ملزمې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او چاپ شوې شرطپاڼه د خیرخانې ۱۰۲ بستریز روغتون د تدارکاتو له مدیریت نه ترلاسه کړي خپلې ډکې شوې شرطپاڼې د هغو شرایطو مطابق چې په شرطپاڼه کې درج دي په مهر او لاک شوې بڼه د ۱۴۰۳ کال میزان میاشتې په ۹ مه نېټه دوشنبې ورځ د داوطلبۍ په ورځ د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د تدارکاتو مدیریت ته وسپارئ.
ناوخته رسېدلي او انټرنیټي شرطپاڼې د منلو وړ نه دي.
د شرطپاڼې تضمین نغدي او یا د یو اعتبار لرونکي بانک ګرنټۍ په بڼه (۲۵۰۰۰۰) دوه سوه پنځوس زره افغانۍ دی.
د یادونې وړ ده، چې د داوطلبۍ په ورځ په لاندې لیکل شوې اندازه افغانۍ له ځان سره راوړئ.
د (۱۳۲) قلمه طبي ملزمې د تضمین لپاره (۲۵۰۰۰۰) دوه سوه پنځوس زره افغانۍ.