د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د عامې روغتیا وزارت اړوند دوه پایې اکسریز ماشین (DR) یو پایه اکسریز ماشین (OPG) او نور داکسریز د بخش ضروریاتو پروژې د عدلي طب ریاست اړوند داوطلبۍ په پروسه کې چې د GOV/MOPH/SFMP/NCB/1403 /G02 شمېرې لرونکی ده ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافت کاپي د فلش یا حافظې له لارې د اجناسو او غیرې مشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت اړوند، د درملو لوی مدیریت څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرز العمل سره سم په سر تړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره سم د ۲۱/۰۷/۱۴۰۳ نېــټه، شنبې ورځ وروسته له غرمې تر ۲:۰۰ بجو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستې خونې ته، چې د وزیر محمد اکبر خان مېنه کې د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه قرار لري وسپاري.
ناوخته رارسېدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه(آفرونه) د منلو وړ نه دي. دآفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه ۲۷۰،۰۰۰(دوه سوه اویا زره ) افغانۍ دی او د آفر پرانیستلو غونډه د ۲۱/۰۷/۱۴۰۳ نېــټه، شنبې ورځ وروسته له غرمې په ۲:۰۰ بجو د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې ترسره کېږي.