د داوطلبۍ خبرتیا!

Publish Date
Closing Date
د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د عامې روغتیا وزارت اړوند ۷۳ قلمه لابراتواري موادو د تقویتي میکانیزم صحتمندۍ پروژې داوطلبۍ په پروسه کې چې د (MOPH/sehatmandi/SM/1403/NCB/G09)شمېرې لرونکی ده ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافت کاپي د فلش یا حافظې له لارې د اجناسو او غیرې مشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت اړوند، د درملو لوی مدیریت څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرز العمل سره سم په سر تړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره سم د ۲۱/۰۷/۱۴۰۳ نېــټه، شنبې ورځ سهار تر ۱۰:۰۰بجو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستې خونې ته، چې د وزیر محمد اکبر خان مېنه کې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه قرار لري وسپاري.
ناوخته رارسېدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه(آفرونه) د منلو وړ نه دي. دآفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه ۲۷۰،۰۰۰ (دوه سوه اویا زره ) افغانۍ دی او د آفر پرانیستلو غونډه د ۲۱/۰۷/۱۴۰۳ نېــټه، شنبې ورځ سهار په ۱۰:۰۰بجو د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې ترسره کېږي.