د تړون ورکړې د پریکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د استقلال ملي او تخصصي روغتون ریاست په پام کې لري، چي د دې روغتون اړوند د 1404 مالي کال لپاره د 67 قلمو لابراتواري ریجنټونو د تدارک او چمتو کولو تړون، چې ریفرینس شمیره یې MOPH/EH/1404/NCB/G08 ده، د مشفق رشید سوداگریز شرکت ته، چې د کابل ولایت سینما پامیر سیمه کې موقعیت لري او 0101-20979 ګڼې جواز لرونکی دی، د 3269550 درې میلیونه دوه سوه او نهه شپېته زره پنځه سوه پنځوس افغانیو مجموعي قیمت سره ورکړي.

حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې (اعتراضونه) لري، کولای شي خپله نیوکه د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر درې تقویمي ورځو پورې په لیکلې بڼه د دلایلو سره یو ځای د استقلال ملي او تخصصي روغتون ریاست ته، چې د کابل ولایت شپږمې ناحیې، علاوالدین درې لارې سیمه کې موقعیت لري، د عقودو قانون سره سم وړاندې کړي.

یادونه: دا خبرتیا د تړون د عقد په مانا نه ده او د پورته یادې شوې مودې او ورپسې قانوني پړاونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۰
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو د قانون د مادو او د دې وزارت د لنډمهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت د وزیر محمد اکبرخان روغتون ریاست په پام کې لري لاندې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۴:۱۳
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د شېخ زاید روغتون ریاست ټولو هغو په شرایط برابر او وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو {د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ۱۵,۰۰۰ پنځلس زره لیټره ډیزل تېلو د تدارک او برابرولو} په داوطلبۍ کې چې د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۴:۹
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د عامې روغتیا وزارت اړوند ( د . . .

Back to tenders