د داوطلبۍ خبرتیا!

Publish Date
Closing Date
د عاجل ابن سینا روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د ۱۱۰ قلمه طبي ملزمو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې، چې د ( MOPH/ECP/NCB/1403/G013) شمېرې لرونکی ده ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د فلش یا حافظې له لارې د خدماتو مدیریت څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرز العمل سره سم په سر تړلي بڼه آفر د پرانیستې ورځ څخه یوه ورځ مخکې د مازدیګر تر ۳:۰۰ بجو پورې په نښه شوي صندوق ته چې دعاجل ابن سینا روغتون کې قرار لري واچوي او خپل رسید د تدارکاتو شعبې نه تر لاسه کړي .
ناوخته رارسېدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین د بانکي او یا نغدي تضمین په بڼه (۴۱۰،۰۰۰) څلور سوه لس زره افغانۍ دی او د آفر پرانیستلو غونډه د دې اعلان د خپرېدو څخه ۲۱ ورځې وروسته د ۰۷/۰۸/۱۴۰۳ نېټه د سهار په لس بجو په ۵۵ نمبر خونه کې ترسره کېږي.