د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د رابعه بلخي روغتون ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د 63 قلمه درملو پروژه چې د ( MOPH/ RBH/1403/NCB/G009) شمېرې حوالې (ریفرینس) لرونکي ده، د داوطلبۍ په پروسه کې یې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د فلش یا حافظې له لارې د یاد روغتون د تدارکاتو مدیریت څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرز العمل سره سم په سرتړلي بڼه د 04/09/1403هـ ش نېټه، د سهار تر لسو بجو پورې د رابعه بلخي روغتون د کنفرانس خونې (اطاق) ته چي د روغتون په B بلاک کې موقیعت لري، وسپاري.
ناوخته رارسېدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه (300000) درې سوه زره افغانۍ دی او د آفرونو د پرانیست غونډه د 04/09/1403 هـ ش نېټه، د سهار په لسو بجو د رابعه بلخي روغتون د کنفرانس خونې کې ترسره کېږی.