د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولوشرایطو پوره کوونکوداوطلبانو ته بلنه ورکوي څو د عامې روغتیا وزارت اړوند (1403) مالي کال د نوي مدغم شوي تشکیل لپاره د اړتیاوړ(MOPH/NCB/1403/G26)شمېرې لرونکي د د دوه قسمه تیل ډیزل او پطرول داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د فلش یاحافظې له لارې ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویوشرایطو او د تدارکارتو قانون او طرز العمل سره سم په سرتړلي بڼه ددې اعلان د خپریدوسره سم  د(19/09/1403)نېټې، د دو شنبې ورځې د سهار تر لسو بجو پورې د عامې روغتیاڅلورلارې ته څیرمه ، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې خونې (اطاق) ته وسپاري.

ناوخته رارسیدلي او د انټرنیټ له لارې راغلي آفرونه د منلووړندي.

د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه 300,000 (دری سوه زره) افغانۍ دي او د آفرپرانستې جلسه د (19/09/1403) دوشنبې ورځ د سهارپه لسو بجو د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څیرمه، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفرپرانیستې خونه کې ترسره کېږي.

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۸ - ۱۶:۴
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو  برابرو  داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو 1403ه ش کال لپاره د عامې روغتیا وزارت اړوند، د  خوست ننگرهار لغمان او غزني  ولایتي روغتونونو د . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۸ - ۱۵:۴۶
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د جمهوریت روغتون  په پام کې لري ؛څود دوه قلمو اکسری فلمونو چمتو کول او تدارک چې د ریفرینس . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۸ - ۱۵:۲۸
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو  برابرو  داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د عامې روغتیا وزارت اړوند، د هیمودیالیز پروژې د اړتیا وړ ۳۱ قلمه پرزه جاتو پروژه چې د ( MOPH . . .

Back to tenders