د داوطلبۍ خبرتیا !

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطوبرابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د هرات ولایت اړوند عدلي طب په ودانۍ کې د معیاري سړې خونې جوړولو پروژه چې د    GOV/MOPH/SFMP/NCB/1403/CON01 ریفرینس ګڼې درلودونکې ده، د داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د اړونده شرط پاڼې سافټ په فلش کې د ودانیزوتدارکاتو آمریت څخه لاس ته راوړي، د تدارکاتوقانون، کړنلارې او دشرط پاڼې شرایطوسره سم دې خپل آفرونه د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تریک شنبې ورځې 13/06/1446 ه ق چې د25/09/1403 ه ش نیټې سره سمون لري ترتیب او په یاده نیټه د سهار په لس بجو د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې وزیر محمد اکبر خان کابل – د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستنې خونې ته وسپاري.

ناوخته رسېدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي د آفر تضمین د (37,000) اوه دیرش زره افغانیو په ارزښت د بانک ګرنټي په بڼه دی او د آفر پرانستې غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې ترسره کیږي.

 

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۹:۴
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د عامې روغتیا وزارت او دوهمي واحدونو د 1404 هجری شمسی کال د ا ړتیا وړ ژمې البسې د تدارک پروژه) چې د (MOPH/NCB/1404 . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۹:۰
Background image

داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د ( تقویتي میکانیزم صحتمندۍ پروژې اړوند د ۷۲  قلمه درملو چمتو کول او تدارک پروژه) چې د (MOPH/1404/NCB/G-2669) ګڼې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۸:۵۶
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو  (د اندراګاندي دماشومانو درملنې روغتون د ټکنالوژۍ او معلوماتي وسایلو(امنیتي کمره، ډیټابیس، د فارمسي ځانګړي پرنټرونه . . .

Back to tenders