د دايکندي ولایت شهرستان ولسوالۍ د چوچان روغتیايي مرکز جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۲:۵۱
MOPH

په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر جواد حکیمي، د شهدا مؤسسې مسؤلینو، د شهرستان ولسوالۍ قومي مشرانو، مخورو او علماوو کرامو ګډون کړی و.

د دایکندي د عامې روغتیا رئیس د دغه روغتیايي مرکز پرانیسته د روغتیايي خدمتونو پراختیا په برخه کې مهم ګام وباله او ویې ویل: د دایکندي خلکو د امارتي پروژو ترڅنګ د ولسي پراختیايي پروژو د پلي کولو په برخه کې هم د هېواد په جوړولو کې مهم رول لوبولی او کولای شي د افغانستان د نورو سیمو لپاره ښه بېلګه واوسي.

د یادونې وړ ده، چې د دغه مرکز ودانۍ د سیمې د خلکو او شهدا مؤسسې په همکارۍ، د ۳۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده، چې شاوخوا ۲۵ زره ډالره یې د سیمې خلکو او ۱۰ زره ډالره یې شهدا مؤسسې ورکړي دي.

د دغه مرکز په فعالیت سره به د چوچان او شاوخوا سیمو اوسېدونکو ته د روغتيايي خدمتونو د لا ښه لاسرسي زمینه برابره شي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۳۲
Background image

د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي همکاریو د پراختیا په موخه بېلاروس هیواد ته په سفر ولاړ

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي له مل پلاوي سره د روغتیايي همکاریو پراختیا، د بېلاروس هېواد له روغتیايي بنسټونو څخه د ليدنې او د دوه اړخيزو تجربو شريکولو. . .

BACK TO NEWS