د "درملو پر وړاندې د میکروب د مقاومت" نړیواله اوونه ونمانځل شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۵:۲۸
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لوري د "درملو پر وړاندې د میکروب د مقاومت" نړیواله اوونۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.

په دغه مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت  مرکزي رئیسانو، د یو شمېر مؤسسو استازو او روغتیاپالانو ګډون کړی و.

په یادو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب عمومي رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي د درملو پر وړاندې د میکروب د مقاومت په تاریخچې، زیانونو او د مخنیوي په لارو چارو خبرې وکړې.

ښاغلي الکوزي وویل: د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري، چې  د میکروبي ناروغیو د مخنیوي، درملنې لپاره معیاري لایحه، روغتیايي مرکزونو کې د انټي بیوټیکو د زیاتې کارونې پر څار او په دې برخه کې د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي؛ څو له مخې یې د درملو پر وړاندې د میکروب د مقاومت کچه راکمه شي.

په یادو مراسمو کې همداراز د تشخیصیه روغتیايي خدمتونو رئیس ډاکټر احمد ناصر حنفي، د مرکزي لابراتوارونو او د کیفیت د ښه والي او ناروغ د خوندیتوب آمریتونو له لوري ګډونوالو ته هر اړخیزې پریزنټیشنې وړاندې شوې، چې په کې د درملو پر وړاندې د میکروب د مقاومت پېژندنه،زیانونه، د مخنیوي لارې چارې، غوښتنې او لارښوونې شاملې وې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۱:۵۹
Background image

له پاکستان هېواد څخه د درملو وارداتو د منع کولو طرحې اغېزمن تطبیق او همغږۍ په موخه ناسته ترسره شو

دغه ناسته د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تر چتر لاندې، د درملیزو خدماتو، درملیزو تاسیساتو ته د جواز ورکولو او د اسنادو د تحلیل او فعالیتونو د تنظیم ریاستونو مسؤلینو په شتون. . .

BACK TO NEWS