د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۴:۴۲
MOPH

د عامې روغتیا وزارت ویاند او د عامه اړیکو رئیس، ډاکټر شرافت زمان امرخېل د حکومت رسنیو مرکز په کوربه توب د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت له لوري هېوادوالو سره پر وخت د معلوماتو شریکولو، د بېلا بېلو ناروغیو اړوند معلوماتو ورکولو او د روغتیا په برخه کې د عامه پوهاوي ترسره کولو په موخه د رسنیو مسؤلینو سره د لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزارت له لوري رسنیو سره پر وخت د معلوماتو شریکولو او هېوادوالو ته د معلوماتو رسولو برخه کې د ژمنتیا ډاډ څرګند او په دې برخه کې د لا زیات کار او پرمختګ ډاډ ورکړل شو؛ څو د روغتیا په برخه کې هېوادوالو ته پر وخت معلومات ورسول شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۷
Background image

د ابن سینا صدري، ملالۍ، رواني روغتیا، کیور او نور IAM په تخصصي روغتونونو کې د اکمال تخصص پروګرام د پرمختګ درېیم پړاو نظارت ترسره شو

دا نظارت د اکمال تخصص پروګرام د نیمګړتیاوو او متخصصو ټرینرانو او ټريني ډاکټرانو د ستونزو حل په موخه د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند د عملیاتي ریاست د نظارتي ټیمونو له لوري د ابن سینا صدري،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۵۵
Background image

د اقاخان خیریه بنسټ له لوري د تخار ولایتي روغتون سره د شاوخوا یو نیم میلیون افغانیو په ارزښت د ۷۶ قلمه اړینو درملو مرسته وشوه

دغه درمل د تخار عامې روغتیا رئیس مولوي شیخ میر صدام، د آقاخان خیریه بنسټ مسؤلینو او د ولایتي روغتون د استازو په شتون کې یاد روغتون ته وسپارل شول.

د تخار ولایت د عامې روغتیا رئیس د. . .

BACK TO NEWS