د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو مرستیال د اختر په ورځو کې د روغتیایي خدماتو څخه لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۹ - ۱۵:۱۴
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د اختر په لمړۍ ورځ په کابل کې د وزير محمد اکبر خان تخصصي روغتون له روغتیايي خدماتو څخه ليدنه ترسره کړه!

ښاغلي مرستیال په ياد روغتون کې د داخل بستر ناروغانو او روغتیایي پرسونل سره له نږدې ولیدل ، د ناروغانو د روغتیا د پوښتنې سره یې ورته د روغتیایي خدماتو ډاډ ورکړ ،ښاغلي مرستیال د روغتون نوکریوال روغتیايي پرسونل سره د لیدنې پر مهال د اختر په ورځو کې د دوۍ له خدماتو مننه وکړه او د اختر په مناسبت یې پرې نغدي هدیې وویشلې په پای کې روغتیايي پرسونل ته یې د لا ښو خدماتو سپارښتنې تر سره کړې تر څو هیوادوالو ته معیاري او پر وخت روغتیايي خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز کې د خوراکي توکو پلورنځيو او روغتيايي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د دې نظارت په ترڅ کې د خوراکي توکو له ۳ پلورنځيو، ۵ لابراتوارونو، ۵ کتنځايونو، ۱۳ قصابیو، ۹ نانوايانو او ۴ سلمانيو څخه هر اړخیز نظارت تر سره شو، چې پايله کې روغتيايي او تخنيکي ستونزې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

په بلخ کې د پوزې دننه تومور لومړنی انډوسکوپیک عملیات په بریالیتوب ترسره شو

د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د پوزې دننه تومور انډوسکوپیک جراحي عملیات (Functional Endoscopic Sinus Surgery) په بریالۍ توګه ترسره شو

دغه عمليات د ياد. . .

BACK TO NEWS