د روغتیايي خدمتونو مرستیال پروان ولایت کې د تطبیق کوونکو مؤسسو مسئولینو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۶:۲۶
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او ورسره مل پلاوي پروان ولایت ته د خپل رسمي سفر پرمهال دې ولایت کې د تطبیق کوونکو مؤسسو مسئولینو سره ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني پروان ولایت کې د تطبیق کوونکو مؤسسو فعالیتونه، راتلونکي پلانونه او په چارو کې د دوۍ وړاندیزونه واورېدل.

ښاغلي مرستیال د تطبیق کوونکو مؤسسو مسئولینو ته په روغتیايي برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کېدو لارښوونه یې وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۴۱
Background image

په هرات کې د درملو سکتور ستونزو په اړه ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د درملو پلورونکو اتحادیې له رهبري پلاوي سره ليدنه وکړه

په دې لیدنه کې د درملو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتي روغتیايي همغږۍ د پیاوړتیا په موخه د عامې روغتیا وزارت انلاین غونډه

د عامې روغتیا وزارت د ولایتونو د روغتیا همغږۍ رئیس، ډاکټر فضل‌ الهي عليزي د کندز، تخار، سرپل، جوزجان، سمنګان، بلخ، فاریاب، بدخشان او بغلان ولایتونو د عامې روغتیا له مسوولینو سره انلاین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۹:۴۰
Background image

د یو ملي سوداګر له لوري د نیمروز ولایت زرنج ښار حوزوي روغتون سره د ۲۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د طبي تجهیزاتو او وسایلو مرسته وشوه

یاد ملي سوداګر ګل احمد نور زاد د روغتیايي سکتور ملاتړ او اهمیت ته په اشارې وویل، چې دغه ډول مرستې به په فراه او کندهار ولایتونو کې هم دوام ولري.

همدارنګه، د یاد روغتون رئیس ډاکټر. . .

BACK TO NEWS