د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د پروان ولایت له والي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او ورسره مل پلاوي پروان ولایت ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د دغه ولایت له والي، مفتي محمد ادریس انوري سره وکتل.
په دې کتنه کې په پروان ولایت کې د روغتیايي خدمتونو په لا ښه کېدو، د نویو روغتیايي مرکزونو په جوړېدو او روغتیايي پراختیا بحث او خبرې ترسره شوې.
د پروان والي، مفتي محمد ادریس انوري د روغتیا وزارت پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د یو شمېر روغتونونو د پاتې چارو د بیا پیل او د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست لپاره د یوې ودانۍ جوړېدوغوښتنه وکړه.
د روغتیايي چوبړتیاوو مرستیال شریکو شویو وړاندیزونو ته د ځانګړې پاملرنې سربېره په دې ولایت کې د روغتیايي پراختیا ډاډ ورکړ.