د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال پروان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ولایتي روغتون له خدمتونو لیدنه ترسره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او ورسره مل پلاوي پروان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ولایتي روغتون له خدمتونو لیدنه ترسره کړه.
د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د یاد روغتون د بېلابېلو څانګو څخه د نږدې لیدنې ترڅنګ د روغتون له مسؤلینو او کارکوونکو سره ناسته ترسره کړه.
په دغه ناسته کې د پروان ولایتي روغتون کارکوونکو د طبي وسایلو، بسترونو زیاتوالي، د معاشاتو لوړېدو، تخصصي برنامو ته د پاملرنې او د تشکیل زیاتوالي برخو کې خپل وړاندیزونه شریک او ورته د رسېدلو غوښتنه یې وکړه.
ښاغلي مرستیال د روغتیايي کارکوونکو د وړاندیزونو اورېدو وروسته ډاډ څرګند کړ، چې د عامې روغتیا وزارت له لوري د جوړې شوې نوې طرحې په پلي کېدو سره به ټول هېواد کې د روغتیایي کارکوونکو ستونزې تر ډېره راکمې او معیاري روغتیایي خدمتونو ته به د خلکو لاس رسی زیات شي.