د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال پکتیکا ولایت کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو موسسو استازو ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۹:۲۷
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي، مولوي عبدالولي حقاني پکتیکا ولایت ته د سفر پرمهال دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو موسسو استازو ناسته ترسره کړه.

په دغه ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي، مولوي عبدالولي د تطبیق کوونکو موسسو استازو ته سپارښتنه وکړه چې ټول روغتیايي خدمتونه به د عامې روغتیا وزارت سره د شوې تفاهمنامې په اساس ترسره کوي او همدارنګه یې روغتیايي مرکزونو ته درمل او ژمني توکو په رسولو، روغتیایي کارکوونکو ته په وخت د معاشونو اجرا او خدماتو کې د خنډو ځنډ په نه رامنځته کیدو ټینګار وکړ.

په یاده ناسته کې د تطبیق کوونکو موسسو استازو د یو شمېر وړاندیزونو شریکولو تر څنګ د غوره روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۰:۱۲
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د پکتیکا ولایتي روغتون له خدماتو څخه لیدنه تر سره کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني پکتیکا ولایت ته د سفر پرمهال له ولایتي روغتون څخه لیدنه ترسره کړه

د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال پکتیکا ولایت کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو موسسو استازو ناسته ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي، مولوي عبدالولي حقاني پکتیکا ولایت ته د سفر پرمهال دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو موسسو استازو ناسته ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۶:۳
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال پکتیکا ولایت کې د یوې روغتیایي ځالې پرانیسته تر سره کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي، مولوي عبدالولي حقاني او ورسره مل پلاوي پکتیکا ولایت د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت سروبي ولسوالۍ شهاب الدین سیمه کې د یوې. . .

BACK TO NEWS