د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال پکتیکا ولایت کې د یوې روغتیایي ځالې پرانیسته تر سره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۶:۳
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي، مولوي عبدالولي حقاني او ورسره مل پلاوي پکتیکا ولایت د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت سروبي ولسوالۍ شهاب الدین سیمه کې د یوې روغتیايي ځالې پرانیسته ترسره کړه.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي، مولوي عبدالولي حقاني وویل چې د یادې روغتیايي ځالې جوړېدو په شمول، پکتیکا ولایت کې د پنځه نورو روغتیايي ځالو د جوړیدو چارې هم پای ته ورسیدې.

ښاغلي، مرستیال زیاته کړه چې دغه روغتیايي ځالې د UNFPA په مالي او د AYSO موسسې په تخنیکي همکارۍ چې په هرې یوې ۲۹۵۰۰ امریکایي ډالر لګښت شوی، روغتیايي برخه کې د پکتیکا د خلکو لپاره لویه لاسته راوړنه ده، نوموړي په یادو مراسمو کې د ورته نورو روغتیايي خدمتونو د پراختیا ډاډ هم ورکړ.

د یادونې ده چې په دغه مراسمو کې د پکتیکا عامې روغتیا رییس ډاکټر عبد الله جان حقمل، د سروبي ولسوال قومي مشرانو او ځای اوسیدونکو ګډون کړی و.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۵:۲۸
Background image

د "درملو پر وړاندې د میکروب د مقاومت" نړیواله اوونه ونمانځل شوه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لوري د "درملو پر وړاندې د میکروب د مقاومت" نړیواله اوونۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.

په دغه مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۵:۱۲
Background image

د نظارت او برسۍ عمومي رییس له دولتي او خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارت په موخه کندهار، هلمند او ارزګان ولایتونو ته سفر پیل کړ

د عامې روغتیا وزارت د نظارت او برسۍ عمومي رییس ډاکټر فضل الهی علیزي په مشرۍ، مل پلاوي له دولتي او خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارت په موخه کندهار، هلمند او ارزګان ولایتونو ته سفر پیل کړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۳:۴۱
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د جمهوریت روغتون د نویو شروع شوو رغنیزو چارو لیدنه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي، مولوي عبدالولي حقاني او ورسره مل ټیم یې د جمهوریت روغتون د نویو شروع شوو رغنیزو چارو لیدنه ترسره کړه.

په دغه لیدنه کې. . .

BACK TO NEWS