د روږديتوب د مخنیوي په اړه ۲۴۰۰ زدهکوونکو او ښوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د عامې روغتیا وزارت اړوند ابنسینا د روږدو درملنې ۱۰۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي او وقایې کمېټې له لوري د ذبیحالله عصمتي عالي لېسې زده کوونکو او ښوونکو ته د روږديتوب مخنیوي او نشهيي توکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو
په دغه پروګرام کې د یادې لېسې ۲۴۰۰ تنه زدهکوونکو او ښوونکو د روږديتوب مخنیوي په اړه د پوهاوي له مطالبو څخه د ګټې اخیستنې په موخه ګډون کړی و او د کمېټې غړو د روږديتوب د خطر عواملو، نشهيي توکو ته د ځوانانو د تمایل لاملونو او له دې ناوړه پدیدې څخه د خوندي پاتې کېدو لارو چارو په اړه معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه، د یاد پروګرام په ترڅ کې «نشهيي توکو سره مبارزه د ټولو ګډ مسؤلیت دی» تر شعار لاندې، له روږديتوب سره د مبارزې برخه کې د ځوانانو پر رول ټینګار وشو او له ګډونوالو وغوښتل شول، چې د پوهاوي او له نشهيي توکو سره د مبارزې د سفیرانو په توګه په خپلو سیمو، کلیو، کورنیو او د ملګرو ترمنځ خپل مسؤلیت ادا کړي.
