د سرطان ناروغۍ سره دمبارزې نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه

akbari_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۹ - ۹:۵۰
د سرطان ناروغۍ سره دمبارزې نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه

چهارشنبه 17 رجب المرجب 1444

د عامې روغتیا وزارت له لوري د سرطان ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ د عامه پوهاوي د کچې لوړوالي او د سرطاني ناروغانو وضعیت ته د رسېدنې په موخه د یوې غونډې په ترڅ کې ونماځل شوه.

د عامې روغتیا وزارت د عرضه خدماتو معین، ښاغلي مولوي حبیب الله اخندزاده یادې غونډې ته په وینا کې وویل: (د سرطان ناروغي یو له عمده ستونزو څخه ده چې په نړۍ کې ۴۴ میلیونه کسان په دې ناروغۍ اخته دي، په ۲۰۲۰م کال کې د روغتیا نړیوال سازمان د اټکل له مخې په نړۍ کې ۱۹ میلیونه نوې د سرطان پېښې ثبت شوې دي چې له دې ډلې ۱۰ میلیونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د مړینې له هرو شپږو پېښو څخه یوه یې د سرطان ناروغۍ له امله ده.)

د عرضه خدماتو ښاغلي معین زیاته کړه چې، اوسمهال  د سرطان ناروغۍ د تشخیص او درملنې مراکز د جمهوریت روغتون په داخله او جراحۍ څانګه او همدارنګه دوه مرکزونه په بلخ او هرات ولایتونو کې فعال دي چې په ورځني ډول له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ ناروغان دغو مرکزونو ته مراجعه کوي.

د یادونې وړ ده چې د عامې روغتیا وزارت په پلان کې لري چې د سرطان ناروغۍ د تشخیص او درملنې له یادو مراکزو څخه علاوه د هېواد په نورو ولایتونو کې هم یاد مراکز جوړ کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۲۱
Background image

د بلخ د عامې روغتیا رئیس او د ازبکستان د روغتیا وزیر ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا ناسته وشوه

د بلخ ولايت عامې روغتيا رئيس، رحمت الله منصور په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د عامې روغتيا له وزير، ښاغلي اصيل بيک خداياروف او مل پلاوي سره د روغتیایي همکاریو پیاوړتیا په موخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۵۲
Background image

هرات او بغلان ولایتونو کې د خوراکي توکو او درملو له یو شمېر شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

یاد نظارت د درملیزو تأسیساتو د څارنې عمومي مدیریت مسؤلینو له لوري د درملو او خوراکي توکو له واردوونکو شرکتونو څخه د پالیسۍ تطبیق، روغتیایي خدمتونو وړاندې کېدو او درملو او خوراکي توکو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۲۵
Background image

د پروان ولایت د روږدو درملنې ۵۰ بستریز روغتون سیمه ییز ټیم د سید خېلو ولسوالۍ اړوند چینکي عالي لېسې زده‌ کوونکو لپاره د پوهاوي پروګرام ترسره کړ

په دې پروګرام کې د نشه‌ يي توکو د زیانونو او هغو ناوړه اغېزو په اړه، چې د ځوانانو پر روان یې لري، هر اړخیز معلومات وړاندې شول او د شخصي حفظ‌الصحې او انتانونو مخنیوي په اړه هم ورته لازمې. . .

BACK TO NEWS