هرات او بغلان ولایتونو کې د خوراکي توکو او درملو له یو شمېر شرکتونو څخه نظارت ترسره شو
یاد نظارت د درملیزو تأسیساتو د څارنې عمومي مدیریت مسؤلینو له لوري د درملو او خوراکي توکو له واردوونکو شرکتونو څخه د پالیسۍ تطبیق، روغتیایي خدمتونو وړاندې کېدو او درملو او خوراکي توکو د کیفیت ارزونې په موخه په بغلان کې له ۵ روغتیایي تأسیساتو او په هرات ولایت کې د سوداګرۍ خونې سړک ته څېرمه له ۱۰ ګودامونو څخه ترسره شو، چې پایله کې ۶ قلمه له نېټې تېر درمل او یو اندازه خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه د یادو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو اړوند ګودامونو ته ولېږدول شول.
